•           

     

    درنو والدینو او/یا سرپرستانو:

                    ویلو کریسټ (Willow Crest) لومړنی ښوونځی او Title I/LAP, Learning Assistance Program پروګرام تشخیصوي چې ماشومان هغه وخت بریالۍ ښوونیزې تجربې لري چې کله والدین او ښوونکي په ګډه کار کوي تر څو په اکاډمیکو هڅو کې له ماشومانو سره مرسته او ملاتړ وکړي.  لاندې هغه لارې دي چې د Title I/ LAP پروګرام له والدینو سره په شراکت د زده کوونکو ښوونیزې بریا ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي.

    Willow Crest لومړنی ښوونځی

    Title I/ LAP  2023-2024

    د والدینو\زده کوونکي\ښوونځي تړون

    د لوستلو د ودې پیاوړتیا لپاره په ګډه په لاندې لار کار کول:

    (په مهربانۍ سره پلي کېدونکي موارد په نښه کړئ.)

    څنګه زما ماشوم د پروګرام لپاره انتخاب شو؟

    ټولو زده کوونکو ته د لیک لوست زده کړې د لومړنيو مهارتونو متحرک شاخصونه (DIBELS, Dynamic Indicators of Basic Early Literacy Skills) ورکول کیږي چې ستاسو د ماشوم د لوستلو په اړه هر اړخیز معلومات چمتو کوي.  هغه زده کوونکي چې د لوستلو لپاره انتخاب شوي، د اړتیا پر اساس به په اونۍ کې څلور یا پنځه ورځې (د ټولګي کچې پورې اړه لري) د 30 - 45 دقیقو لپاره د لوستلو اضافي لارښوونې ترلاسه کړي. 

     

    اړیکې ټینګول/د ښوونځي اقلیم:  اړیکې ټینګول د والدینو/ښوونځي د شراکت په جوړولو کې مهم عنصر دی.  دغه لیک په مني کې د Willow Crest د زده کوونکو والدینو ته لېږل کېږي.  له والدینو څخه په دې وخت کې غوښتل کیږي چې هغه لارو ته ژمن پاتې شي چې په وسیله به يې دوی وکولی شي په کور کې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي.  د کال د کورس په اوږدو کې خبرتیاوې، ټلیفونونه، زنګونه،

    برېښنالیکونه، د Title I د پرمختګ راپورونه او کنفرانسونه چمتو کېږي څو د ښوونځي/والدینو اړیکې ټینګول ډاډمن کړي.

     

    د والدینو زده کړې:  والدین د ماشومانو د ښوونیزو اړتیاوو په برخه کې د مرستې لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.  په میاشتنۍ خبر پاڼه کې یوه برخه موجوده ده چې له خپلو ماشومانو سره په بېلابېلو لارو د مرستې لپاره وړاندیزونه لري.  د والدینو کنفرانسونه د والدینو لپاره وخت هم ورکوي چې د خپلو ماشومانو د زده کړې ملاتړ کولو په اړه مرسته ترلاسه کړي.

     

    په ښوونځي کې دخالت:  د والدینو دخالت هڅول کېږي.  Title I/ LAP پروګرام پرانیستې دروازې پالیسي لري.  والدینو ته ښه راغلاست ویل کیږي چې راشي او په پروګرام کې د خپلو ماشومان کار وګوري.  د Title I/ LAP څانګه د دې دخالت په لوړولو کې د مرستې لپاره د والدینو کنفرانس اونۍ په بهیر کې د لیدنې لپاره پرانيستې ده.  جرات ولرئ چې ودریږئ او لومړی تاسو وګورئ چې ماشومان مو په ښوونځي کې کوم ډول شیان زده کوي او تاسو يې څنګه په کور کې ملاتړ کولی شئ.

     

    په کور کې زده کول: Title I/ LAP پروګرام زده کوونکي هڅوي چې د خپلو والدینو په مرسته په کور کې د لوستلو او ریاضي مهارتونه تمرین کړي. ښوونکي کورنۍ دنده لږي چې د لوستلو او ریاضي نصاب ملاتړ کوي. 

     

    د زده کړې غځېدلي فرصتونه:  له وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پورې زده کوونکي ممکن د خپل ښوونځي تر عادي ورځې وروسته د زده کړې فرصت ولري. 

     

    د والدینو نظر:  ټول والدین به فرصت ولري چې هغه فعالیتونه په ګوته کړي چې دوی احساس کوي په کور کې له خپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره به دوی ته ګټور وي.  والدین به د کال په پای کې سروې شي څو چمتو شوي فعالیتونه و ارزوي.

     

    د Title I/ LAP څانګه د ضمیمه شوې فورمې ډکولو او د Title پروګرام ته د بیرته استولو لپاره ستاسو د همکارۍ غوښتنه کوي. که تاسو کومه پوښتنه لرئ، په مهربانۍ سره ودرېږئ، ما ته په جرائت سره زنګ ووهئ او برېښنالیک را واستوئ.  ما ته په ehassen@auburn.wednet.edu سره لاسرسی کېدای شي.

    والدین:

    ______  زما ماشوم ته په منظمه توګه لوستل.

    ______  په منظمه توګه زما د ماشوم لوستلو ته غوږ نیول.

    ______  زما له ماشوم سره د لوستلو په مهارتونو کې مرسته کول.

    ______  د والدینو د خبرپاڼو لوستل.

    ______  د ښوونځي د لوستلو په پروګرام کې د ګډون هڅول.

     

    ________________________________________

    د والدینو/سرپرستو لاسلیک

     

     

    زده کوونکی:

    ______  په ټولګي کې ګډون کول.

    ______  په منظمه توګه کورنۍ دنده بشپړول.

    ______  په کور کې هره ورځ لوستل.

    ______  د ښوونځي د لوستلو په پروګرام کې ګډون.

     

    ________________________________________

    د زده کوونکي لاسلیک

     

     

         د لوستلو ښوونکی:

     

    ______  د معنا لرونکو او مناسبو فعالیتونو چمتو کول.

    ______ د اړیکو تینګولو د پرانیستې کرښې ساتل.

    ______ د والدینو د دخالت لپاره د فرصتونو برابرول.

    ______ د زده کوونکي د زده کړې پلان رامنځته کول څو د لوستلو وده پیاوړې کړي.

    ______ د درې میاشتنيو راپورونو چمتو کول چې د زده کوونکي پرمختګ په ګوته کوي.

     

    ________________________________________

     

    Auburn School District له ټولو فدرالي قوانینو او مقرراتو سره مطابقت لري او په غیر قانوني ډول د عمر، جنس نسل رنګ، عقیدې، دین، ملي اصل (د ژبې په ګډون)، جنس، جنسي تمایل د جنسیت د بیان یا هویت په ګډون؛ په درنښت رخصت شوي متقاعد پوځیان یا نظامي وضیعت، د هر ډول حسي، ذهني یا فزیکي معلولیت شتون؛ د روزل شوي سپي لارښود یا خدمتي څارویو کارولو پر اساس تبعیض نه کوي او د Boy Scouts او نورو ټاکل شوي د ځوانانو ډلو ته مساوي لاسرسی چمتو کوي.

     

    د موافقت پروسیجرونو په اړه پوښتنې دې لاندې اشخاصو ته واستول شي: Titl  IX افسر او د 504, ADA, Americans with Disabilities Act

    د مدني حقونو د موافقت همغږی کوونکی.